د ننګرهار په ۱۰ ولسوالیو کې د لمریزې برښنا سروې تر ډېره بشپړه شوې

د ننګرهار ولایت په لسو سرحدي ولسوالیو کې د لمریزې برښنا د برابرولو لپاره د کلیو د پراختیا د وزارت د سروې چارې تر ډېره حده بشپړې شوي دي.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر د بیان له مخې، د کلیو د پراختیا وزارت د پایدارې انرژۍ د ملي پروګرام د دې پروژې په عملي کېدو سره به د لسو سرحدي ولسوالیو څه د پاسه یو نیم لک کورنۍ له سولري برښنا برخمنې شي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې تر اوسه پورې په ۹ ولسوالیو کې شااوخوا یو سل او دېرش زره کورونه د لمریزې برښنا د دې پروژې لپاره سروې شوي دي.

شېرزاد د ننګرهار ولایت یوازنۍ هغه سرحدي ولسوالي ده چې د امنیتي او ځینو نورو دلایلو له امله په کې لا تراوسه دا سروې نه ده پیل شوې.