پر غزې تراړې د اسرائيلي الوتکو په برید کې د حماس ۲ غړي وژل شوي

ارشیف، پر غزې تراړې د اسرائیلو د برید یو انځور

پر غزې تراړه پرون د اسرائيلي الوتکو په یوه تازه برید کې د حماس ډلې دوه وسله وال وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې دا هوايې برید له غزې د هغې وسله والې حملې په ځواب کې شوی چې له امله يې دوه اسرائیلي سرتېري ژوبل شوي دي.

روېټرز خبري اژانس وايي چې پرون هم د غزې او اسرائیل ترمنځ پر پوله له اسرائیلي ځواکونو سره په اخ او ډب کې یو ۱۹ کلن فلسطینی ځوان وژل شوی دی.

د تېر میلادي کال د مارچ له ۳۰مې نېټې راهیسې د اسرائیل له خوا د غزې تراړې د کلابندۍ پر وړاندې د مظاهرو او له اسرائیلي سرتېرو سره په شخړو کې شااوخوا دوه سوه فلسطینیان وژل شوي دي.