د امریکا او روسيې ولسمشرانو پرون په خپلو کې ټیلیفوني خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون ټیلیفوني خبرې وکړې

ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، پرون يې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره اوږدې او ښې ټيلیفوني خبرې کړي دي.

ډونالد ټرمپ په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې ده او پوتین د سوداګرۍ، د ونزوېلا د بحران، اوکراین، شمالي کوریا، د اټمي وسلو د کنټرول او د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې د ادعاو په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د راپور په اړه بحث وکړ.

د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي دي چې دا ټيلیفوني خبرې ډېرې ګټورې وې.

تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز وویل، ډونالد ټرمپ او لادیمیر پوتین د امریکا، روسيې او چین ترمنځ د یوه نوي بالقوه اټمي تړون پر موضوع هم خبرې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا سندرز

امریکا او روسیه دواړه سږ کال د سټارټ په نوم له دوه اړخیز اټمي تړون څخه چې موده يې په ۲۰۲۱ کال کې پای ته رسېده، ووتل.

په سټارټ اټمي تړون کې چین شامل نه و.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز ویلي دي چې ټرمپ او پوتین یو ساعت خبرې وکړې، خو د کرملین ویاند ديمتري پېکسوف وايي چې د دواړو مشرانو ترمنځ ټيلیفوني خبرې د واشنګټن په غوښتنه شوي او یو نیم ساعت يې دوام وکړ.

مېرمن سندرز وویل چې دواړو مشرانو د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې د ادعا په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د راپور په اړه هم لنډې خبرې کړي.

ولسمشر ټرمپ او جمهور رئیس پوتین په تېره ډيسمبر میاشت کې د ارجنټاین په مرکز کې د جي شل هېوادونو د سرمشریزې پر مهال پر دې موضوع خبرې کړې وې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي دي چې د ونزوېلا د بحران په اړه ټول انتخابونه موجود دي.

روسیه د ونزوېلا له ولسمشر نیکولاس مادورو ملاتړ کوي او امریکا بیا د دې هېواد د اپوزيسیون مشر خوان ګوایدو د ونزوېلا د موقت مشر په توګه په رسمیت پېژندلی دی.