عمر داودزی: لويه جرګه کې د وسله‌والو طالبانو استازو هم برخه درلودله

آرشیف، د سولې مشورتي لويې جرګې کمېسيون مشر محمد عمر داودزی

د سولې مشورتي لويې جرګې کمېسيون وايي، په لويه جرګه کې د وسله‌والو طالبانو استازو هم برخه درلودله.

د دغه کمېسيون مشر محمد عمر داودزي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته دا خبره وکړه:

"د هغوى استازي وو. دا چې په څه شکل وو، له کوم ځاى وو او په کومه سطحه وو، هغه به نورو قدمونو ته پرېږدي، کله چې نور ګامونه عملاً اخېستل کېږي. دلته د دوى استازي وو، نه وايم چې د هغوى د شورا په اجازه او د هغوى د شورا په رسمي استازيتوب راغلي وو. خو د صفوفو خلک يې وو."

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو وياند معرفي کوي، په مشورتي لويه جرګه د خپلو استازو د ګډون خبر رد کړى دى.