د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، د دې وخت راغلى چې وسلهوال طالبان وسله پر ځمکه کښېږدي، جګړه ودروي او سوله وکړي.
زلمي خليلزاد تېره شپه په ټويټر کې ليکلي چې د خبرو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دى.
ښاغلي خليلزاد ليکلي چې د طالبانو له استازو سره د کتنې په پيل کې طالبانو ته ويلي چې افغانان د دوى خويندې او وروڼه دي او غواړي چې په هېواد کې يې جګړه پاى ته ورسېږي.
خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي نن د جګړې درولو لپاره د زلمي خليلزاد غوښتنه رد کړې ده.
د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهيل شاهين نن ازادي راډيو ته وويل، هغه مذاکرې چې د چهارشنبې په ورځ پيل شوې وې، نن په کې وقفه راغلې او سبا شنبې بېرته پيلېږي.
راپورونه وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي او د طالبانو د استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې تېره چهارشنبه پيل شوې.
د طالبانو وياند د چهارشنبې په ورځ ليکلي وو چې ښاغلي خليلزاد د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي دي.