ترکيه وايي وروسته له هغې چې امريکا د ايران د تېلو پر واردوونکو له بنديزونو د معافيت تمديد پاى ته ورساوه، انقره ممکن ونه شي کړاى شي سم د لاسه د تېلو د واردولو بديل پيدا کړي.
ترکيې په وار- وار له واشنګټن څخه غوښتنه کړې، پر دې موضوع غور وکړي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو پرون په انقره کې رسنيو ته وويل:
"داسې ښکاري چې موږ ته ممکنه نهوي چې د تېلو واردولو لپاره پهداسې لنډې خبرتيا سرچينې ومومو. د هغو اومه تېلو لپاره چې له ګڼو هېوادونو واردېږي، زموږ د تصفيې ټکنالوژي اړخ نه لګوي."
ترکيې د ايران پر اومه تېلو خپله اتکا تر ډېره حده کمه کړې ده، پخوا د دغو تېلو اندازه په ورځ کې يو میليون بېرلو ته رسېده.
تردې يوه ورځ مخکې د امريکا متحدو ايالاتونو د تېلو نړيوالو پېرودونکو ته وويل چې له ايرانه دې د تېلو رانيول بند کړي، کنه له بنديزونو سره به مخامخ شي.
واشنګټن د هغو اتو هېوادونو لپاره چې کولاى يې شواى له بنديزونو سره- سره له ايرانه د تېلو رانيولو ته دوام ورکړي، له بنديزونو شپږ مياشتنى معافيت پاى ته ورساوه.
دغه هېوادونه د دې لپاره معاف شوي وو چې د دوى خپل اقتصاد له زيانمنېدو وژغورل شي.