چارواکي: کندهار، زابل او ارزګان کې ۳۸ مخالف وسله‌وال وژل شوي

افغان ځواکونه, October 19, 2017

د ملي اردو چارواکي وايي، په کندهار، زابل او ارزګان کې د دولت ۳۸ مخالف وسله‌وال وژل شوي دي.

د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو د ٢٠٥ قول اردو وياند يحيى علوي وايي، په دغو عملياتو کې ١١ نور وسله‌وال ټپيان شوي هم دي:

"د کندهار د خاکرېز او ميوند ولسواليو په مربوطاتو کې ٦ تنه تروريستان وژل شوي او ٤ تنه يې ټپيان شوي دي. د ارزګان د چورې ولسوالۍ او مرکز ترينکوټ په مربوطاتو کې ٢٤ تنه تروريستان وژل شوي او ٣ تنه يې ټپيان شوي دي."

ښاغلي علوي وويل، ٨ تنه نور وسله‌وال په زابل کې وژل شوي او ٤ تنه يې ټپيان شوي دي.

د ٢٠٥ اتل قول اردو وياند ونه ويل چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که نه؟

تر اوسه وسله‌والو طالبانو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.