په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه په ٢٣ مادو کې د يوه پرېکړهليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده.
په پرېکړهليک کې له وسلهوالو طالبانو غوښتنه شوې چې جګړه پاى ته ورسوي او روغه جوړه وکړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جرګې په اختتاميه وينا کې وويل، حکومت د روژې په مناسبت په لسګونو طالبان له زندانونو ازادوي:
"زه نن جرګې او د روژې مبارکې مياشتې ته په درناوي، د ښه نيت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دوستانه حرکت په توګه غواړم ١٧٥ طالبان چې له کلونو راهيسې بنديان دي، له زندانونو خوشې کړم."
بلخوا د لويې جرګې د جوړولو کمېسيون مشر محمد عمر داودزي نن په کابل کې په يوه کنفرانس کې له طالبانو وغوښتل دوى هم هغه کسان چې ورسره بنديان دي، خوشې کړي.
ښاغلي داودزي له وسلهوالو طالبانو وغوښتل چې د ارزونې کمېسيون دې وټاکي چې له افغان حکومت سره د بنديانو په مشخصولو او تفکيک کې مرسته وکړي.
د سولې مشورتي لويې جرګې شا و خوا ٣٢٠٠ برخوالو له دوشنبې راهيسې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې د څرنګوالي په اړه بحثونه وکړل.