دوه ولایتونو کې نږدې اتیا کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول

ارشیف، نیول شوي نشه يي توکي

په دوو بېلابېلو عملیاتو کې نږدې اتیا کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په لومړیو عملیاتو کې چې د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې تر سره شول، ۳۲ کیلو ګرامه چرس ونیول شول. دا چرس په یوه موټر کې پټ شوي و.

په دوهمه پېښه کې چې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په يوه کور کې ۳۵ کیلو ګرامه تریاک ونیول.

د یادونې وړ ده چې د دې پېښو په تور دوه کسان هم نیول شوي دي.