په تخار کې ۳ کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول

د افغانستان په نقشه کې د تخار ولایت

په تخار ولایت کې درې کسان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول.

د تخار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې درې کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۲۱ کیلو ګرامه چرس په دوو موټرو کې د دې ولایت له کلفګان ولسوالۍ څخه یوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کړي.

د یادونې وړ ده چې په‌دې وروستیو کې له ګاونډیو ولایتونو او تخار څخه د هېواد مرکز کابل ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.