په امریکا کې یو افغان ټبری سړی په لس کاله بند محکوم شوی

ارشیف، ۳۳ کلن نجیب الله ځاځی, 17Sep2009

هغه افغان وګړى چې د امريکا د نیویارک د میټرو په سیسټم کې د بمي حملې په طرحې تورن دى، په لس کاله بند محکوم شوی دی.

٣٣ کلن نجیب‌الله ځاځی چې په افغانستان کې زېږېدلی او بیا یې د امریکا تابعيت اخېستی و، پرون له ټرورېزم سره په تړلو تورونو د محاکمې پرمهال د عمري بند له سزا سره مخ و.

خو څارنوالانو د امریکا د سیمه‌يیزې محکمې له قاضي رایمونډ ډیري وغوښتل چې ځاځي ته دې په دې خاطر امتیاز ورکړي چې نوموړي په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د خپل جرم تر منلو وروسته «فوق العاده همکاري» کړې ده.

د ځاځي مدافع وکیل ویلي، څرنګه چې مؤکل يې له وړاندې څو کاله په زندان کې تېر کړي، نو ښايي په څو ورځو کې خوشې شي.

نجیب الله ځاځي څو کاله مخکې پاکستان ته تللی و او هلته یې د القاعده شبکې له مهمو مشرانو سره کتلي او د وسلو او بمونو جوړولو روزنه یې تر لاسه کړې وه.

امریکايي چارواکو ويلي، نوموړی دوی ته له دې کبله ډېر مرستندوى و چې هغه د القاعده شبکې له عملیاتو سره بلد و.

ځاځي له محکمې د عفوې غوښتنه وکړه او ويې ويل، هغه د القاعده شبکې د تبليغ کوونکي انور الاولقي د ویناوو تر اورېدو وروسته افراطي شوى و.