د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا اوچا وايي، د تېرې اپرېل میاشتې تر ۳۰مې پورې د ننګرهار د خوګیاڼو او شېرزادو ولسوالیو څه د پاسه ۵۶ زره اوسېدونکي له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
دې ادارې نن په یوه بیان کې ویلي چې دا کسان پهدې ولسوالیو کې د ناامنیو او جګړو له امله خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، د دې بېځایه شویو څخه په سلو کې ۶۳يې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې او یو شمېر نور يې په جلالاباد ښار او کامې ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره وايي، دې بېځایه شویو ته د مرستو لړۍ دوام لري.