د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبد الله ترکيې ته تللی دی او د روانې لويې مشورتي جرګې په وروستۍ ناسته کې به ګډون ونهکړي.
د اجرائیه ریاست سلاکار پاینده حکمت صافي نن ازادي راډیو ته وویل، په مشورتي لویه جرګه کې د نهګډون په اړه د عبدالله عبدالله پرېکړه بدله شوې نهده.
تر دې وړاندې د مشورتي لويې جرګې مشر عبدرب رسول سیاف له ټولو هغو سیاستوالو چې دا جرګهيې تحریم کړې، غوښتنه وکړه چې د دې جرګې په وروستۍ ناسته کې برخه واخلي.
د عبدالله عبدالله سربېره پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ ۱۲ نوماندانو هم په روانه جرګه کې برخه نهده اخیستې.