د غزني چارواکي وایي، پهدغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په تازه هوايي بریدونو او کمانډويي عملیاتو کې د کوټې شورا د دوو غړو په ګډون ۱۵ وسلهوال وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د پنجشنبې په ورځ پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د غزني ولایت په واغظ، مقر او زنهخان ولسوالیو کې بېګاه شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو په درېیو هوایي او یو لړ کمانډویي عملیاتو کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان، د هغوی د کوټې شورا د دوو غړو او ۷ بهرنیانو په ګډون ۱۵ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي دي."
نوري وویل چې پرون ماښام ناوخته بهرنیو ځواکونو د واغظ ولسوالۍ په ملکخېل سیمه کې د طالبانو پر یوه کاروان برید وکړ چې پهکې د طالبانو د یوه مهم قوماندان زېړګل مشهور په فیاض، د طالبانو د کوټې شورا د اقتصادي کمېسیون د ۲ غړو او ۷ بهرنیو طالبانو په ګډون ۱۰ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي، ۳ عرادې موټر، ۱ عراده موټرسایکل او ګڼ شمېر وسلې یې هم لهمنځه تللې دي.
د نوموړي په خبره تېره شپه بهرنیو هوایي ځواکونو د مقر ولسوالۍ په سنګاسي سیمه کې هوایي عملیات کړي چې پهکې ۵ وسلهوال وژل شوي دي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد بیا د طالب وسلهوالو د وژل کېدو خبره نهمني.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونو یوازې د عامو خلکو پر کورونو چاپې وهلې دي.