وسله‌والو په غزني کې د شمس بابا په نوم یو زیارت په بمونو الوزولی

په غزني کې د شمس بابا په نوم ویجاړ شوی زیارت

د غزني چارواکي وايي، وسله‌والو د دې ولایت مرکز ته څېرمه د شمس بابا په نوم یو زیارت په بمونو الوزولی دی.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د پنجشنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې دغه زیارت وسله‌والو طالبانو تېره شپه شااوخوا درې بجې وران کړی دی او په وینا يې دا په تېر څه باندې یوه کال کې څلورم زیارت دی چې په بمونو الوزول کېږي.

تر اوسه پورې کومې ډلې په غزني ولایت کې د دې زیارت د ورانولو مسؤلیت نه‌دی منلی، خو دولتي چارواکي وايي دا کار طالبانو کړی دی.

وسله‌والو طالبانو بیا دا ادعا رد کړې ده.