سیاف: څو چې ټول سلا شوي نه‌وي د لویې جرګې وروستۍ اعلامیه نه‌خپروو

د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور

په کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې مشر عبدرب رسول سیاف وایي، تر هغو چې د دې جرګې ټول غړي پرې سلا شوي نه‌وي د دې جرګې وروستۍ اعلامیه به خپره نه‌کړي.

ښاغلي سیاف دغه څرګندونې نن د دې جرګې د پیل په څلورمه ورځ د کاري کمېټو غړو ته وکړې.

ښاغلي سیاف زیاته کړه:

"موږ د ځان څخه کومه حنجره نه‌لرو، نن دا زموږ حنجره هم تاسو ته تسلیم ده. دا زموږ حنجره به ستاستو لپاره یو لوډ سپیکر وي. له ځانه موږ هېڅ شی د دې جرګې نه بیرون نه‌باسو."

هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چې دا جرګه د هېڅ‌چا په پلوي کمپاین نه‌کوي، بلکې یوازې د سولې هدف تعقیبوي.

دا جرګه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو ۱۲ نوماندانو تحریم کړې ده.

طالبانو هم دا جرګه توطئه بللې ده.