ایران وایي، له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او نورو متحدینو سرهیې د ښو اړیکو غوښتونکی دی او ترې غواړي چې له خپل ګاونډ قطر سره ژور اختلافات پای ته ورسوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون چهارشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اېشین کاپورېشن ډیالوګ په نوم کنفرانس ته په وینا کې وویل، تهران له قطر، کوېټ او عمان سره ډیرې ښې اړیکې لري او دوی هیلهمند دي چې دغه ډول اړیکې له سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتو سره هم ولري.
دغو درې واړو هېوادونو او مصر له قطر سره له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې ډپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې پرې کړې دي.
دغو هېوادونو قطر د ترهګرۍ په ملاتړ او له ایران سره د نږدې اړیکو په لرلو تورن کړی دی.