ارګ: قطر ته د بهرنيو چارو د سرپرست وزير د سفر مخه نه‌ده نيولې

آرشیف، ارګ

د افغانستان جمهوري رياست هغه اوازې رد کړې چې ګواکې حکومت قطر ته د بهرنيو چارو د سرپرست وزير د سفر مخه نيولې ده.

تردې مخکې د حکومت يوې باوري سرچینې د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي وو چې ولسمشر محمد اشرف غني قطر ته د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح‌الدین رباني د سفر مخه نیولې ده.

سرچینه وايي، ټاکل شوې وه چې ښاغلي رباني غوښتل د اپرېل پر٢٩مه دوحې ته لاړ شي او د اسیايي هېوادونو په یوه غونډه کې چې نن ترسره کېږي، ګډون وکړي.

د سرچینې په حواله ښاغلي رباني د دغه سفر په ترڅ کې د قطر د امیر تر څنګ غوښتل د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

خو د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا موضوع رد کړله.