تاجکستان ۸۴ ماشومان له عراق څخه هېواد ته ستانه کړل

تاجکستان له عراق څخه ۸۴ ماشومان تسليم کړل

تاجکستان له عراق څخه هغه ۸۴ ماشومان تسليم کړل چې تاجکستانۍ ميندنې يې هلته له داعش ډلې سره د ارتباط په تور بنديانې دي. ځينې يې محاکمه کېدو ته انتظار دي.

يوه الوتکه چې دغه څلوراتيا ماشومان او تنکي زلميان يې لېږدول، پرون د دوشنبې پر هوايي ډګر کښېناستله.

مخکې تردې چې دغه ماشومان د هغوى خپلوانو ته وسپارل شي، طبي معاينه يې کېږي.

د تاجکستان حکومت د دغو ماشومانو د تسليمۍ په چارو کې د همکارۍ له کبله د کويټ او عراق د بهرنيو چارو وزارتونو دغه راز په بغداد کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې مننه وکړه.

چارواکي وايي، د تاجکستان په سلګونو وګړي له داعش ډلې سره د يوځاى کېدو لپاره عراق او سوريې ته تللي دي.

دوشنبې په وار- وار ويلي، د تاجکستان هېڅ ماشوم د منځني ختيځ په جګړه ځپلو هېوادونو کې بې سرپرسته نه پرېږدي.

تاجکستان بېره لري چې په اوږدمهال کې ښايي دغه ماشومان د امنيتي خطر سبب شي.