په قزاقستان کې په لسګونو کسان د اعتراضونو پر مهال نيول شوي

د قزاقستان د دوو ښارونو په مرکزونو کې مظاهره چيان, 1 May 2019

په قزاقستان کې په لسګونو کسان د اعتراضونو پر مهال نيول شوي دي.

څو سوه کسان لارو کوڅو ته راووتل او د ټولو سياسي بنديانو د خوشې کېدو او د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو د تحريم غوښتنه يې کوله.

په مارچ مياشت کې د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربايف تر استعفا وروسته په پام کې ده په‌دغه هېواد کې د جون پر نهمه د ولسمشرۍ تر وخت مخکې انتخابات وشي.

ديکتاتور ولسمشر نظربايف د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو او د خپلواکۍ تر اخېستلو مخکې هم د دغه هېواد واکمن و.

پخوانى شوروي اتحاد په ١٩٩١میلادي کال کې دړې وړې او قزاقستان خپلواکي ترلاسه کړه.

په الماتې کې چې د قزاقستان تر ټولو لوى ښار دى، مظاهره چيان په مرکزي پارک کې راغونډ شوي دي.

په پلازمېنه نور سلطان کې هم په همدې ډول مظاهره چيان راوتلي او د انتخاباتو د بايکاټ او د سياسي بنديانو د ازادۍ لپاره شعارونه ورکوي.