د قطر په دوحه کې د امریکایانو او طالب استازو تر منځ د سولې د خبرو شپږم پړاو پیل شوی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا په خبره، اوربند او بینالافغاني خبرې د دغو مذاکراتو اجنډا ده.
د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د زلمي خلیلزاد له خبرو ښکاري چې طالبان د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره د بینالافغاني خبرو له لارې دغه پړاو مذاکراتو ته چمتو دي.
نوموړي زیاته کړه:
"په شپږم پړاو خبرو کې زیات امکان شته چې دوی دې دوو اجنډاوو ته، یو اوربند او بل د بینالافغاني خبرو د پیل لپاره سره هوکړې ته ورسېږي."
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دغه خبرې د چهارشنبې په ورځ پیل شوي دي.
تردې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ۵ ځلي په قطر کې د افغانستان د سولې په تړاو له طالبانو سره ناستې او خبرې کړي دي.
د خبرو دواړو لورو د دغو ناستو په وروستي پړاو کې اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو او له داعش او القاعده ډلو سره د طالبانو د اړیکو پر پرېکون هوکړې ته سره رسېدلي دي.
خو ښاغلي خلیلزاد ټینګار کړی و چې په ټولو مواردو د هوکړې لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو پیل او په افغانستان کې اوربند اړین شرایط دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرینو چارو وزارت ځانګړي استازی تازه له افغانستان او پاکستان له لیدنې وروسته قطر ته تللی دی.
ښاغلي خلیلزاد له اسلاماباده تر لیدنې وروسته په خپلې رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د سولې له پروسې نه د ملاتړ او همغږۍ په برخه کې د پاکستان له روله هرکلی کوي، خو ویلي یې دي چې اوس د عمل وخت را رسېدلی دی.
I%27m also encouraged by the role Pakistan wants to play in building regional consensus in support of the #AfghanPeaceProcess. The time to implement has come.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) April 30, 2019
په ورته وخت کې یو پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا وایي، هیلې شته چې امریکایان او طالبان د خبرو په شپږم پړاو کې هوکړې ته سره ورسېږي.
دی زیاتوي:
"فکر کړم چې طالبان او امریکایان دواړه لوري پنځم پړاو ته هیلهمند وو چې په شپږم پړاو کې به سره هوکړو ته ورسېږي، ډېره تمه کېږي چې دا ځل دغه مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي."
له دې سره طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ډلې سیاسي مرستیال او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په دوحه کې لیدلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړه لوريو له امریکایانو سره د طالبانو د روانو خبرو او په دوحه کې د بینالافغاني ناستې په لغوه کېدو خبرې کړي دي.
راپور: فېروزه عزیزي