بارسلونا د لېورپول پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي

آرشیف، د بارسلونا د فوټبال لوبغاړي

د اروپا د اتلولۍ نیمه پایلوبو په لړ کې ټاکل شوې بارسلونا په خپله لومړۍ لوبه کې نن شپه د لېورپول پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.

د دغه لوبو په لړ کې اژاکس امسټردام نن شپه تاتنهام ته په خپل کور کې یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

د اژاکس کلپ لوبغاړی ندرلندی وکولای شول چې د لوبې په ۱۵مه دقیقه کې د مقابل لوري دروازه پرانېزي.

اژاکس امسټردام او تاتنهام به سره یو ځل بیا د اژاکس په کور کې سره مخامخ شي او وروسته به بیا ګټونکې لوبډلې پای لوبې ته لار پیدا کړي.

د دغه لیګ وروستۍ لوبه به د روان میلادي کال د جون په لومړۍ نېټه په متروپولیتانو مادرېد ستډیوم کې ترسره شي.