په کندهار ولایت کې د ځغاستې سیالۍ پیلېږي

ارشیف، کندهار کې د سولې تر سرلیک لاندې د بایسکل ځغلونې سیالۍ

ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه په کندهار ولایت کې د ځغاستې سیالۍ پیل شي.

د دغه ولایت د ورزشي ادارې سرپرست میر اغا نن د چهارشنبې ازادي راډيو ته وویل چې په‌دغو سیالیو کې به ۵۰۰ کسان ګډون وکړي او ۵ کیلو متره واټن به ووهي:

"۵۰۰ ځوانانو او سپین‌ږیريو داخله کړې، سبا په شپږو بجو به د کفتان مدد چوک نه تر احمد شاهي لوبغالي پورې دا سیالۍ ترسره شي."

نوموړي وویل چې د دغو سیالیو ترسره کولو هدف له نشه‌یي توکو سره مبارزه او ورزش ته د خلکو هڅونه ده.

د ښاغلي میراغا د معلوماتو له مخې، هغه لوبغاړي چې لومړی، دوهم او درېیم مقام تر لاسه کړي، ډالۍ او ستاینلیکونه به هم ورکړل شي.