د ناټو پوځي ماموريت د افغانستان په اړه یو شمېر معلومات نه خپروي

د ناټو بیرغ

په افغانستان کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ناټو پوځي ماموريت وايي، تر دې وروسته په‌دې اړه معلومات نه خپروي چې څومره ولسوالۍ د دولت او څومره نورې د طالبانو په کنټرول کې دي.

دغه ماموريت وايي، د دغو ولسواليو د اوسېدونکو د فيصدۍ په اړه هم معلومات په عامه نه خپروي.

په کابل کې د ناټو پوځي قوماندانۍ ويلي، فکر کوي چې د دغو معلوماتو په خپرولو کې کوم اهميت نه ويني.

د امريکا د حکومت يوې څارونکې ادارې چې په افغانستان کې د جګړې هڅې څاري، پرون کانګرس ته په يوه راپور کې په دې اړه معلومات ورکړي دي.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرمفتش په حواله، د امريکا پوځ په جنورۍ کې ويلي، په دې اړه چې دغه معلومات څنګه ترلاسه شوي، بې‌باوري موجوده وه.

له کله چې په ٢٠١٤میلادي کال کې په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموريت پاى ته ورسېد، افغان حکومت چې غرب يې ملاتړ کوي، د وسله‌والو طالبانو او نورو افراطي ډلو په وړاندې مبارزه کوي.

په جنورۍ مياشت کې په يوه راپور کې ويل شوي وو چې حکومت پر ٥٣ اعشاريه اته فيصده ولسواليو يا کنټرول يا نفوذ لري چې د افغانستان د نفوس ٦٣ اعشاريه ٥ فيصده کېږي.

په راپور کې ويل شوي وو چې پاتې نورې ولسوالۍ يا د طالبانو په کنټرول کې دي، يا يې پر کنټرول شخړه روانه ده.