د قزاقستان د دوو ښارونو په مرکزونو کې نن په لسګونو مظاهره چيان راغونډ شوي دي.
دوى د ټولو سياسي بنديانو خوشې کېدل او د جمهوري رياست د راتلونکو ټاکنو تحريمول غواړي.
په مارچ مياشت کې د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربايف تر استعفا وروسته په پام کې ده پهدغه هېواد کې د جون پر نهمه د ولسمشرۍ تر وخت مخکې انتخابات وشي.
ديکتاتور ولسمشر نظربايف د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو او د خپلواکۍ تر اخېستلو مخکې هم د دغه هېواد واکمن و.
پخوانى شوروي اتحاد په ١٩٩١میلادي کال کې دړې وړې او قزاقستان خپلواکي ترلاسه کړه.
په الماتې کې چې د قزاقستان تر ټولو لوى ښار دى، مظاهره چيان په مرکزي پارک کې راغونډ شوي دي.
په پلازمېنه نور سلطان کې هم په همدې ډول مظاهره چيان راوتلي او د انتخاباتو د بايکاټ او د سياسي بنديانو د ازادۍ لپاره شعارونه ورکوي.