د کابل د پوليتخنیک پوهنتون بیا هم د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې کوربه ځکه دی چې د لویې جرګې خیمهیې په انګړ کې ده.
د دې جرګې د لسګونه کاري کمېټو کار یې په تدریسي خونو کې روان دی.
له دې مخکې په تېرو څلورو لسیزو کې هم ډېری لویې جرګې او لوی کنفرانسونه په همدې پوهنتون کې جوړ شوي دي، لکه د نورو لوړو تحصیلي مؤسسو په څېر د کابل د پوليتخنیک پوهنتون محصلین هم رخصت شوي دي.
دا چې د سولې مشورتي لویې جرګې پر تدریسي بهیر څه ډول اغېز کړی؟
پر دې او له دغې جرګې سره تړلو نورو مسایلو نوریاس نوري د کابل د پوليتخنیک پوهنتون له رئیس پوهنوال محمد سعید کاکړ سره مرکه کړې ده.
ښاغلی کاکړ په پیل کې پهدې اړه چې ایا دغې جرګې تدریسي بهیر اغېزمن کړی، وایي:
Your browser doesn’t support HTML5