برايان هوک به د امنيت شورا له غړو سره خپل معلومات شريک کړي

د ايران لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړى استازى برايان هوک

په پام کې ده د ايران لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړى استازى د ملګرو ملتونو مقر ته ورشي چې د امنيت شورا له دايمي غړو سره خپل معلومات شريک کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې برايان هوک نن خپلو کتنو ته دوام ورکوي.

اعلاميه وايي، د ايران لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى به د ايران د مسؤل ګڼلو پر اهميت خبرې وکړي چې د بالیستيک توغنديو په جوړولو او ازمويلو سره‌يې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا له پرېکړه‌ليکونو سرغړونه کړې ده.

برايان هوک به امنيت شورا ته د ايران په وړاندې په داسې حال کې د امريکا پالېسي توضيح کړي چې واشنګټن پر تهران د فشار د زياتولو هڅه کوي.

له کله چې ډونالد ټرمپ د ٢٠١٧ میلادي کال په جنورۍ مياشت کې د امريکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړې، واشنګټن د ايران په وړاندې شديد دريځ خپل کړى دى.