نن په درېیمه ورځ لویه جرګه د سولې د مذاکراتو لپاره حدود ټاکي

د سولې د مشورتي لویې جرګې د ناستې یو انځور

نن د افغانستان د سولې د لویې مشورتي جرګې درېیمه ورځ ده.

له نن سهاره د دې جرګې ۵۲ کمېټو خپل کارونه پیل کړي او تمه ده چې د بحثونو پایلې د سولې مشورتي لویې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې ۳۲۰۰ غړي د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره حدود او تګلاره ټاکي.

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي چې حکومت به د تګ‌لارې د پلي کولو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د سولې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغان ولسمشر له‌خوا پرانیستل شوه.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، ګڼو سیاسي څېرو او د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۲ کاندیدانو د سولې مشورتي لویه جرګه تحریم کړې او ځینو یې دا جرګه د ولسمشر اشرف غني له‌خوا یو انتخاباتي کمپاین بللی.

ولسمشر غني بیا ویلي چې د سولې لپاره عام خلک حدود ټاکي نه سیاسیون.