د ښځو یوې کاروباري ډلې، د لومړي ځل لپاره په پروان ولایت کې د جامو وینځلو د خدمتونو سره یوځای یو تولیدي مرکز رامنځته کړی.
خو دا مېرمنې شکایت کوي چې د مناسب بازار نشتوالي د دوی کارونه له ستونزو سره مخ کړي.
د دې مېرمنو له ډلې یوه هم هدیه ده چې له حکومته د خپل کاروبار د ودې په برخه کې ملاتړ غواړي.
دا وايي:
"له سیمهییز حکومت څخه مو دا غوښتنه ده چې زموږ ملاتړ وکړي، په پروان کې یو ښځینه مارکېټ جوړ شي، څو ښځې پهکې خپل لاسي کارونه وپلورلی شي."
هدیه وايي، پهدې کارځای کې ۲۵ مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې چې هغوی د افغاني لباسونو په شمول د لاسي صنایعو په تولید بوختې دي.
د پروان ولایت د ښځو چارو ریاست وايي، هڅه کوي چې ډیر ژر به په پروان ولایت کې د ښځو لپاره یو ځانګړی بازار پرانیزي، څو یو شمېر ښځې خودکفايۍ ته ورسېږي.