د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی وايي، د افغانستان د سولې د ملاتړ لپاره د سیمهییزې اجماع د عملي کېدو وخت رارسېدلی دی.
زلمي خلیلزاد د سې شنبې په ورځ اسلاماباد ته د خپل سفر په پای کې پر خپل ټویټر وویل، دی یې هڅولی چې پاکستان غواړي د سیمهییزې اجماع په جوړېدو کې رول ولوبوي.
I%27m also encouraged by the role Pakistan wants to play in building regional consensus in support of the #AfghanPeaceProcess. The time to implement has come.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) April 30, 2019
زلمي خلیلزاد چې په تېرو دوو ورځو کې اسلاماباد کې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت و، همدارنګه ویلي، پاکستان د بینالافغاني خبرو لپاره د هڅو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو ته ژمن دی.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا له هر چا سرهیې چې لیدلي، دا درک کوي چې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د سې شنبې په ورځ له زلمي خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته رسنیو ته وویل:
"پاکستان هر ډول همکاري چې ممکنه وي، ترسره کوي. په نېک نیت. زموږ هیله او ارزو همدا ده چې افغانستان کې امنیت ټینګ شي او موږ ټول له دې امنیت څخه ګټه واخلو."
په پام کې وه چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد په اسلاماباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنو وروسته هند ته سفر وکړي، خو نوموړي د سې شنبې په ماښام د خپل ټویټر په پيغامونو کې پهدې اړه جزئیات نهدي ورکړي.
دا سیمې ته د زلمي خلیلزاد اووم پرلهپسې سفر دی.