له دوه ورځو بحثونو او کار وروسته بالاخره د افغانستان د سولې د مشورتي لویې جرګې د مشرتابه پلاوی بشپړ شو.
د لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل د سې شنبې په ناوخته وویل، محمد افضل حدید، محمد عارف نورزی، کمال صافی، حبیبه سرابي او منیره اخندزاده د دې جرګې د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي دي.
د ښاغلي امرخېل په وینا، رفیعالله حیدري، موسی رحیمي، عرفانالله عرفان، عاطفه طیب او ګلالۍ اکبري د مشورتي لویې جرګې د منشیانو په توګه انتخاب شوي.
پهداسې حال کې چې د څلورو ورځو لپاره د دې پلان شوې مشورتي لویې جرګې نیمايي وخت د اداري پلاوي په بشپړېدو او لومړنیو کارونو ولګول شو، دا اندېښنه شته چې ښايي، پر اصلي موضوع د بحثونو لپاره وخت کم او جرګه اوږده شي.
خو د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون چارواکي وايي، تر اوسهیې چارې له مهالوېش سره سمې روانې دي او دوی هیله لري چې د پنجشنبې د ورځې تر پای پورې به د جرګې بحثونه بشپړ او راټول شي.
ټاکل شوې چې نن د دې جرګې غړي په ۵۱ کمېټو کې بحثونو ته دوام ورکړي.