په هلمند کې ګڼ شمېر ښوونکي د خپلې اتحادیې له لارې د دې ولایت د ټولو سیمو د ښوونکو سره په ګډه یوې موافقې ته رسېدلي.
دوی وايي، که معاشونه او نمرې ورنهکړل شي، د هلمند ۱۱۷۰ ښوونکي دندې پرېږدي.
د هلمند د پوهنې د ریاست مسؤلین زیاتوي، د ښوونکو د دغه خبرداري په خاطر يې وزارت ته راپور ورکړی دی، خو تر اوسهيې مثبت ځواب نهدی ترلاسه کړی.
دا پهداسې حال کې ده چې په هلمند کې له لومړي سره ۲۸۰۰ ښوونکي کم دي چې د پوهنې د نوي رئیس په هڅو د خالي تشکیل د ډکولو هڅې له وړاندې پیل شوې دي.
د ازادي راډیو خبریال د لښکرګاه یو شمېر ښوونځیو ته تللی او د زدهکوونکو سرهيې هم خبرې کړې دي.
بشپړ یې د محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5