له دوو ورځو کار او بحثونو وروسته د سولې مشورتي لویې جرګې د اداري پلاوي غړي د سې شنبې په ورځ ناوخته وټاکل شول.
د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون چارواکو پرون تر ټاکنو وروسته د جرګې د رئیس لپاره پنځه مرستیالان او پنځه تنه منشیان اعلان کړل.
د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل وویل چې محمد افضل حدید، محمد عارف نورزی، کمال صافی، حبیبه سرابي او منیره اخندزاده د مشورتي لویې جرګې د مرستیالانو په توګه انتخاب شوي دي.
همدارنګه رفیعالله حیدري، موسی رحیمي، عرفانالله، عاطفه طیب او ګلالۍ اکبري د دې جرګې د منشیانو په توګه غوره شوي دي.
تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ د مشورتي جرګې د ۵۱ کمېټو لپاره مشران او منشیان ټاکل شوي او دې کمېټو خپل بحثونه پیل کړي وو.
د سولې مشورتي لویې جرګې هره کمېټه ۸۱ تنه غړي لري.
Your browser doesn’t support HTML5
د مشورتي لویې جرګې په اړه یو شمېر کابل ښاریان څه وايي؟
دا چې د دې څلور ورځنۍ جرګې نیمايي وخت د جرګې د اداري پلاوي په ټاکلو او ابتدايي چارو ولګېد، دا اندېښنې شته چې ښايي د سولې په تړاو د اصلي بحثونو لپاره وخت کم پاتې شي او جرګه ښايي څو نورو ورځو ته وغځېږي.
د جرګې یوې غړې لینا شېرزاد وویل:
"که وضعیت همداسې روان وي او هر څوک په خپل زړه کار وکړي، د دې ډېر احتمال شته چې دغه جرګه وغځېږي."
خو د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې د لویې جرګې کارونه د مهالوېش سره سم روان دي او په ټاکلي وخت به بشپړ شي.
د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مرستیال ضیاءالحق امرخېل ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 17 June 2014
دی زیاتوي:
"تر اوسه خو موږ له مهالوېشه وروسته نهیو پاتې، خو که اړتیا وه بیا به د جرګې مشر او اداري پلاوی تصمیم ونیسي."
ښاغلي امرخېل زیاته کړه چې د جرګې د کمېټو د مشرانو تر ټاکل کېدو وروسته یادو کمېټو عملاً کار پیل کړی دی.
د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون چارواکي وايي چې نن چهارشنبه به د جرګې غړي په خپلو اړوند کمېټو کې پر ټاکلو مسئلو بحثونو ته دوام ورکړي.
دوی تمه لري چې د پنجشنبې د ورځې تر پایه به وتوانېږي چې د روانې مشورتي لویې جرګې نتایج سره راټول او جرګه بشپړه کړي.
د افغان سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا پرانیستل شوه.
پهدغه جرګه کې ۳۲۰۰ تنو ګډون کړی دی چې ۳۰۰ تنهیې مېلمانه او پاتې یې غړي دي.
د جرګې غړي به په بېلابېلو کمېټو کې له طالبانو سره د سولې پر شرایطو او څرنګوالي په ټاکلو برخو کې بحثونه کوي او وروسته بهیې د جرګې په عمومي غونډه کې شریکوي.
وسلهوالو طالبانو وار له مخه دا جرګه رد کړې او له خلکو یې غوښتي و چې ګډون پهکې ونهکړي.
بلخوا ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو ځینو نوماندانو دا جرګه نمایشي او د ولسمشر غني ټاکنیز کمپاین بللیې.
دې نوماندانو د سې شنبې په ورځ یو وار بیا ټینګار وکړ چې د مشورتي لویې جرګې په هېڅ غونډه کې به برخه وانهخلي.