ولودیمیر زلنسکي رسماً د اوکراین د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو

ولودیمیر زلنسکي

د اوکراین د انتخاباتو مرکزي کمېسیون نن ولودیمیر زلنسکي رسماً د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ.

دغه کمېسیون د اپریل د ۲۱ د ولسمشرۍ د دوهم دور انتخاباتو وروستۍ نتیجه نن اعلان کړه.

د دغې نتیجې له مخې زلنسکي چې د ټلوېزیون کمیډین دی، د څه باندې ۷۳ فیصدو رأیو په ګټلو سره خپل رقیب پخواني ولسمشر پترو پروشنکو ته ماتې ورکړې ده.

پروشینکو څه کم ۲۵ فیصده رأیي ګټلي دي.

د انتخاباتو کمېسیون ویلي چې په‌دغو انتخاباتو کې د مستحقو رأیې ورکوونکو شمېر څه باندې ۶۱ فیصده وو.

ټاکل شوی چې زلنسکي د جون د میاشتې په لومړیو کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.