حسن روحاني: ایران له ۶ لارو تیل صادروي چې واشنګټن لا خبر نه‌دی

آرشیف، د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د سې شنبې په ورځ وویل، ایران له یوې لارې تیل نه صادروي، ایران له شپږو نورو لارو هم تیل صادروي چې له دې لارو واشنګټن خبر نه‌دی.

روحاني زیاته کړه چې باید تیل صادر کړي او پرې نه‌ږدي چې د امریکا پریکړه عملي شي.

نژدې اوونۍ مخکې د ایران ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي هم ویلي و چې هېواد یې هر څومره تیل چې وغواړي صادر به یې کړي.

واشنګټن د اپریل په ۲۲مه اعلان وکړ چې د مې تر دوهمې وروسته به هغه معافیت تمدید نه‌کړي چې ځینې هېوادونه له ایرانه تیل پیري.

واشنګټن ویلي دي چې د ایران د تیلو صادرات به صفر ته ورسوي.

امریکا د ایران د تیلو پیرودونکو ته خبرداری ورکړی که د مې له لومړۍ نېټې وروسته تیل واخلي، له بندیزونو سره به مخامخ شي، څو دغه هېواد د توغندیو له ازموینو لاس واخلي او اټمي پروګرام ودروي.