د فاریاب چارواکي: په شیرین تګاب کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش

د فاریاب چارواکي د دې ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د څو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"تېره شپه د افغانستان د دولت دښمنانو پر شیرین تګاب ولسوالۍ حمله وکړه. زموږ د معلوماتو له مخې په نښتو کې اته طالبان وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان شوي دي."

ښاغلي یورش دغه راز وویل چې افغان ځواکونو او ملکیانو ته په‌دغو نښتو کې زیان نه‌دی رسیدلی.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.