خلیل‌زاد: د کابل د غونډو نتايج به له اسلام‌اباد او دوحې سره شریک کړم

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال. 02/04/1029

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد پر خپله ټویټرپاڼه ليکلي چې په کابل کې د غونډو نتايج به له اسلام‌اباد او دوحې سره شریک کړي.

ښاغلي خليل‌زاد پرون ماښام لیکلي چې د دې موضوع په ګډون چې څه ډول ژر تر ژره د بین‌الافغاني خبرو زمینه رامنځته کېدای شي، د افغانستان د سولې له پروسې سره اړوندو بېلابېلو مسايلو په اړه‌یې په کابل کې بحثونه کړي.

ده د همدې اوونۍ پر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د ځوانو مشرانو په ګډون له یو شمېر نورو څېرو سره وکتل.

ښاغلی خليل‌زاد پرون دوشنبه اسلام‌اباد ته ورسېد.

ټاکل شوې ده چې سیمې ته د خپل اووم سفر پر مهال دی هندوستان او قطر ته هم لاړ شي.