افغانستان د مذهبي ازادۍ په برخه کې د اندېښنې وړ هېواد ګڼل شوی

د امريکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون (USCIRF) نښان

د امريکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون (USCIRF) په نوي راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې د چين او روسیې ترڅنګ په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ د تر ټولو لویو سرغړوونکو هېوادونو په فهرست کې د پاکستان، ايران، ازبکستان او تاجکستان نومونه هم شامل کړي.

په راپور کې د هغو هېوادونو په لېست کې چې مذهبي ازادي په‌کې محدوده ده، د افغانستان نوم هم یاد شوی دی.

راپور وايي چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه ترورېستي ډلو د مذهبي اقلیتونو امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.

افغانستان له ۲۰۰۶ میلادي کال راهيسې د مذهبي ازادۍ په برخه کې د اندېښنې وړ هېوادونو په لېست کې شامل شوی دی.

په دې راپور کې يادونه شوې ده چې د افغانستان پر خاوره هغه ترورېستي ډلې حملې کوي چې په پاکستان کې مېشتې دي او ډېری وختونه د افغانستان مذهبي اقلیتونه هدف ګرځوي.

راپور د طالبانو نوم هم یاد کړی چې پر مذهبي اقلیتونو حملې کوي او همداراز يې له افغان او امریکايي حکومته غوښتي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو پر مهال دې په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړي.

د امريکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون (USCIRF) یو دوه ګوندي او خپلواکه امریکايي فدرال اداره ده چې په نړۍ کې مذهبي ازادي څاري او د امریکا ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او کانګرس ته پر دې موضوع د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې د پالېسۍ سلامشورې ورکوي.