د بخښنې نړیوال سازمان: ایراني چارواکو دوه ځوانان په پټه اعدام کړي

د ایران بیرغ

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ايراني چارواکو دوه ځوانان په دُرو وهلي او په پټه‌یې د دې هېواد په جنوب کې اعدام کړي دي.

ويل شوي چې دا کسان ۱۷ کلن وو.

د بخښنې نړیوال سازمان ويلي، مهدي سهرابي‌فر او امین صداقت د اپرېل په ۲۵مه د فارس ولایت د مرکز شیراز ښار په عادل‌اباد کې اعدام شوي دي.

ویل شوي چې دا دوه کسان په ۱۵ کلنۍ کې د جنسي تېري په تور مجرم پېژندل شوي وو، خو د بشري حقونو نړیوالو ادارو ویلي چې دوی په غیر منصفانه توګه محاکمه شوي وو.

د بخښنې نړيوال سازمان د منځني ختيځ او شمالي افریقا مسؤل فليپ لوتر پرون په يوه اعلاميه کې وويل:

"ایراني چارواکو یو ځل بیا ثابته کړه چې په بې‌شرمانه توګه له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي او په وحشتناکه توګه د کوچنیانو وژنې ته چمتو دي."

د ازادي راډيو د ايران څانګې راپور وايي، ايران، سعودي عربستان، یمن او پاکستان یوازې هغه هېوادونه دي چې تر ۱۸ کلنۍ د کمو مجرمانو په اعدام لاس پورې کوي.