د هسپانیا واکمنو سوسیالېستانو د دې هېواد پارلماني انتخابات ګتلي، خو د دې لپاره چې واک کې پاتې شي، د نورو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا لري.
په داسې حال کې چې د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو نږدې ټولې رأیې شمېرل شوي، د صدراعظم پیدرو شان چیز سوسیالېستانو نږدې په سلو کې ۲۹ رأیې ګټلي دي.
دوی د هسپانیا د پارلمان له ۳۵۰ څوکیو ۱۲۲ څوکۍ ترلاسه کړي.
د هسپانیا سوسیال ګوند به اوس د حکومت جوړولو هڅه کوي، خو دوی به د قوانینو د تصویب لپاره اړ وي چې له خپلو رقیبو وړو ګوندونو سره مذاکرات وکړي.