په هرات کې د کورني صنایعو د پنځم نندارتون په جریان کې بېلابېل تړونونه شوي دي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال توریالي غوثي ازادي راډيو ته وویل چې دغه قراردادونه د غیر الکولي مشروباتو، قالینو، مرمر ډبرو او نورو برخو کې شوي دي.
ده وویل:
"په دغه نندارتون کې د بېلابېلو شرکتونو د نماینده ګیو لپاره په کور دننه او بهر بېلابېل هوکړه لیکونه شوي او د خوراکي موادو په برخه کې هر یو قرارداد له سلو زرو ډېر ارزښت لري."
دغه نندارتون د افغانستان په څو بېلابېلو ولایتونو کې د بازار موندنې په هدف جوړ شوی چې په ۲۱۰ غرفو کې کورني تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي.
یاد نندارتون به ۶ ورځې دوام وکړي.
ښاغلي غوثي وايي، دغه نندارتون ته هره ورځ له لسو زرو ډېر کسان ورځي.