پخوانی جهادي مشر عبدرب رسول سیاف د لویې جرګې رئیس وټاکل شو

ولسمشر محمد اشرف غني، عبدرب رسول سیاف او ځیني نور سیاسیون د سولې په مشورتي لویه جرګه کې

د سولې مشورتي لویه جرګه نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا پرانیستل شوه او پخوانی جهادي مشر عبدرب رسول سیاف‌یې د دې جرګې رئیس وټاکه.

ښاغلي غني، د لویې جرګې د پرانیستو په مراسمو کې پر افغان سیاستوالو ټینګار وکړ چې خپلې وړې ګټې دې د لویو ملي ګټو لپاره یوې خوا ته کړي.

نوموړي هغو سیاستوالو ته په خطاب کې چې دا لویه جرګه‌یې تحریم کړې وویل، د جګړې پیټی د بې‌وزلو افغانانو پر شا دی، نه د سیاسي څېرو.

ولسمشر غني د ده د سیاسي مخالفانو انتقادونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې مشورتي لویه جرګه‌یې د انتخاباتي کمپاین هڅه نه‌ده.

بل‌خوا د افغانستان د مشورتي لویې جرګې د جوړولو د کمېسیون رئیس محمد عمر داوودزی وايي، د سولې په‌دې مشورتي جرګه کې ۳۲۰۰ کسان د غړو په توګه برخه لري.

ښاغلي داوودزي چې د مشورتي لویې جرګې په پرانیسته کې یې وینا کوله وویل، د دې جرګې یو غړی د جرګې د غړیتوب لپاره تر انتخاب وروسته وژل شوی دی.

په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه« انځوریز راپور»

د نوموړي په وینا د دې مشورتي جرګې د ۳۲۰۰ غړو تر څنګ د پرانیستې په مراسمو کې یې ۳۰۰ مېلمنو چې په‌کې دولتي چارواکي او د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماتان شامل دي، برخه اخیستې.

که څه هم طالبانو لویه جرګه تحریم کړې ده، خو ښاغلي داوودزي په خپله وینا کې له دې ډلې مننه وکړه او ویې‌ویل چې دا ډله مشورتي لویې جرګې ته د خلکو د راتلو مخکې خنډ شوې نه‌ده.

د سولې په تړاو د ولسمشر غني له‌خوا په دې وربلل شوې جرګه کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د استازو په شمول تر درې زرو زیات کسان برخه لري چې په سلو کې ۳۰ برخه‌یې ښځې دي.

ټاکل شوې چې د دې مشورتي جرګې غړي به په راتلونکو څلورو ورځو کې په لسګونه کاري کمېټو د طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو کار وکړي.

یو شمېر سیاسي څېرو لکه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسمشرۍ د څوکۍ ۱۲ کاندیدانو دا جرګه تحریم کړې ده.