په سریلانکا کې مسلمانې ښځې د مخ د پټولو له حجاب منع شوې.
دا بېړنی قانون چې پرون د یکشنبې په ورځ د سریلانکا د ولسمشر مایتریپالا سیریسنا لهخوا لاسلیک او نافذ شو چې په سریلانکا کې د مخ هر ډول پټول منع ګرځوي.
دا قانون په سریلانکا کې د تېرې اوونې د خونړيو بریدونو څخه وروسته پلی کېږي.
اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د سریلانکا د بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی.
د تېرې اوونۍ په یکشنبې باندې د سریلانکا په پلازمېنه کلمبو او ځینو نورو سیمو په هوټلونو او کلیساوو لږ تر لږه اته درنې چاودنې وشوې چې پهکې څه باندې ۳۵۰ کسان ووژل شول او له ۵۰۰ زیات نور ټپیان شول.
لسګونه کسان د دغو بریدونو په تړاو نیول شوي، خو سیمهییزو چارواکو او په کلمبو کې د امریکا سفارت ګواښ کړی چې ګڼ تُندلاري له زیات اندازه چاودېدونکو موادو سره لا هم ازادانه ګرځي.
په سریلانکا کې د تېرې اوونۍ له خونړیو بریدونو وروسته وضعیت ښه نهبلل کېږي او خلک په وېره کې اوسېږي.