د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، تهران ښايي د اټمي وسلو د پراختيا د مخنيوي له تړون NRT څخه ووځي.
محمد جواد ظريف وايي، دغه کار د امريکا له خوا پر تهران د بنديزونو د سختېدو په بدل کې کوي.
د ايران دولتي رسنيو نن يکشنبه د ښاغلي ظريف په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي:
"اسلامي جمهوريت بې شمېره انتخابونه لري او د ايران چارواکي ورباندې غور کوي چې يو انتخاب د اټمي وسلو د پراختيا د مخنيوي له تړون څخه وتل دي."
د ايران د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې نن د ايران يوه لوړ رتبه جنرال خبردارى ورکړ چې که تهران له نور خصومت سره مخامخ شي، تهران به هرموز تنګى چې د انتقالاتو عمده لار ده، وتړي.
وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ٢٠١٧ میلادي کال په جنورۍ کې واک ته ورسېد، پر تهران يې سياسي او اقتصادي فشار زيات کړى دى.