زیلینسکي: روسیه دې اوکراینیان روسي تابعیت ته نه هڅوي

د اوکراين نوی ولسمشر ولاديمير زيلينسکي

د اوکراين نوي ټاکل شوي ولسمشر ولاديمير زيلينسکي ويلي، مسکو دې د اوکراين وګړو ته د روسي پاسپورټونو د ورکولو په ژمنې سره د اوکراينیانو پر تطميع کولو وخت نه ضايع کوي.

تر دې مخکې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين ويلي وو، مسکو ښايي ټولو اوکراينيانو ته د روسي تابعيت ورکولو پروسه اسانه کړي.

زيلينسکي پرون پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي:

"اوکرائينيان پوهېږي چې روسى تابعيت يعنې په سوله ييزو مظاهرو کې نيول کېدل او له رقابتي انتخاباتو بې برخې کېدل."

زيلينسکي په عينې حال کې دېته اشاره کړې چې له روسيې سره پر دې موضوع مذاکرو ته چمتو دى.

خو د اوکراين ولسمشر ويلي، د اړيکو عادي کول په هغه صورت کې امکان لري چې د اوکراين په ختيځ کې د دونباس او کريميا سيمو اشغال پاى ته ورسېږي.

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين تېره چهارشنبه داسې فرمان لاسليک کړ چې له مخې يې هغو کسانو ته چې د اوکراين په ختيځ کې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې سيمو کې ژوند کوي، د روسيې د تابعيت ورکولو پروسه اسانه کېږي.