د افغانستان ولسمشر هيله څرګنده کړه چې بالاخره به هېواد ته تلپاتې سوله راځي.
محمد اشرف غني نن په ارګ کې د مجاهدينو د بريا د ٢٧مې کليزې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې وويل:
"سوله به راتلونکې وي، باعزته او تلپاتې سوله. د دې لپاره بايد ټول اول خداى (ج) ته تسليم شو، بيا د ولس غوښتنې، نيت او ارادې ته. نيت، اراده شته، د لارې پر يوه واضح نقشه او تګلارې بايد نتيجې ته ورسېږو چې په نتيجه کې يې انشاالله تعالى د ولس خير او د خداى (ج) رضا وي."
دغو مراسمو ته پخوانى جهادي مشر عبدالرب رسول سياف وويل، مجاهدين به د سولې او پخلاينې په چارو کې هم مخکښ رول ولوبوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په پام کې ده سبا په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه پرانېستل شي، چې څلور ورځې به دوام کوي.