د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په معروف او ښوراوک ولسوالیو کې د پولیسو او وسلهوالو ترمنځ په نښتو کې ۱۶ وسلهوال وژل شوي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن ازادي راډیو ته وویل:
"په ښوراوک ولسوالۍ کې جګړه شوې، د دښمن ٤ کسان وژل شوي او ٥ ټپيان دي، په معروف ولسوالۍ کې د نادرخان پر کور جګړه شوې چې ٥ تنه د دښمن وژل شوي او ٤ ټپيان دي."
د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، نادر خان په معروف ولسوالۍ کې د محلي پوليسو قوماندان دى.
ښاغلي بارکزي وويل، په معروف ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه قرارګاه هم حمله شوې چې وروسته په جګړه کې ٧ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.