د جوزجان ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې روان کال د کرنیزو تولیداتو د زیاتېدو لپاره هیلې ډېرې دي.
خو د دغه خونې یو مسؤل یولبروف عطايي نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې پهدغه ولایت کې د تېرکال په شان هېڅ پرمختګ نشته.
"کښتونه ډېر ښه دي، خو مالداري نهده پاتې، د صنعت خوند نشته او سوداګري هم امنیت نهلري، دولت سوداګر تر فشار لاندې نیولي، مالیه یې دوه چنده کړې، محصول یې لوړ کړی او په بانکي پورونو کې هم اسانتیا نشته."
خو نوموړی وايي، کروندګر د روان کال لپاره ګڼ کرنیز پروګرامونه په پام کې لري چې د دوی په خپل او په ټوله کې د هېواد په اقتصاد به بې اغېز نهوي.
د جوزجان ولایت مشهور کرنیز توکي، غنم، وربشې، زغرې او کُنځلې دي.