د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه پهدغه ولایت کې د هوايي دهلېز د جوړېدو له احتماله خبر ورکوي.
د دغه خونې عامل مدیر حشمت نورزی نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پهدې اړه کار په جدیت سره روان دی:
"ولسمشر ژمنه کړې چې په فراه کې به هوايي دهلېز جوړوي، پهدې اړه جدي کار روان دی، سوداګرۍ وزارت ته دنده سپارل شوې چې له صادرونکو سره یوه ناسته ولري او د ځینو پروګرامونو په اړه له دوی سره خبرې وکړي او هغوی هم تیاری ښودلی دی."
نوموړي وویل چې دې ژمنې د کروندګرو او پانګهوالو سره هیلې پیدا کړي دي.
ښاغلی نورزی دغه شان وايي چې سوداګري او صنعت پهدغه ولایت کې د امنیت او برښنا د نه شتون له امله پرمختګ نهلري.