په کليفورنيا کې يوه ښځه ووژل شوه او درې نور کسان ټپيان شول

په امريکا کې د پوليسو چارواکي وايي، په کليفورنيا ايالت کې يوه ښځه هغه وخت ووژل شوه او درې نور کسان ټپيان شول چې يوه وسله‌وال د يهودانو په عبادت‌ځاى يا کنيسه کې ډزې وکړې.

د ښاري پوليسو چارواکو پرون وويل چې حمله کوونکى ١٩ کلن جان ايرنيست دى چې د حملې ساحې ته نږدې د پراته ښار اوسېدونکى و.

ده تر حملې وروسته د پېښې له ساحې وتښتېد، خو کله چې څو شېبې وروسته يې ځان چارواکو ته تسليم کړ، توقيف کړاى شو.

يو تن ځان جان ارنيست معرفي کړى، تر حملې يو ساعت مخکې د يهودانو ضد بيان خپور کړى و.

د پوليسو يوه چارواکي بيل ګور خبريالانو ته وويل، حمله کوونکى پرون تر غرمې مخکې کنيسې ته داخل شو، ډزې يې وکړې او بيا وتښتېدل.